امریکا د تېلو بندیزونه نرم کړل؛ ایران د اټومي پلټونکو ورتګ په هکله د وینس ادعا رد کړه

وینس

د عکس سرچینه، Reuters

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

ایران د امریکا د مرستیال ولسمشر جې ډي وینس هغه ادعا رد کړې چې ویلي یې و، دغه هېواد به بېرته د اټومي انرژۍ نړیوالو پلټونکو ته د ننوتلو اجازه ورکړي. دا خبره وروسته له هغې راپورته شوه چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د جګړې ختمولو په پار د خبرو لومړی پړاو پای ته ورسېد.

وینس په سویټرزلنډ کې له خبرو وروسته وویل چې کېدای شي له نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې (ای اې اي اې) سره خبرې "همدا نن" پیل شي.

خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت دولتي رسنیو ته ویلي چې تهران د اټومي پلټنو په اړه "هیڅ نوي ژمنې نه دي کړي."

دا خبره په داسې حال کې شوې چې امریکا په لنډمهاله توګه بندیزونه نرم کړي او ایران ته یې اجازه ورکړې چې له څو لسیزو وروسته لومړی ځل خپل تېل د امریکايي ډالرو بدل کې وپلوري.

د امریکا له لوري د موقت وخت لپاره دغه جواز د اګست تر ۲۱مې پورې د ایراني خامو تېلو او پېټروکیمیاوي موادو د تولید، پلور او لېږد ته اجازه ورکوي.

د بندیزونو د نرمښت له مخې به ایراني تېل ان د امریکا متحده ایالاتو ته هم په مستقیم ډول واردېدلای شي.

دا پرېکړه بانکي راکړې ورکړې، بیمه او ترانسپورت هم اسانه کوي او هغه پېچلې شبکې له منځه وړي چې ایران تر دې وړاندې د خپلو خامو تېلو د پلور لپاره کارولې.

د خزانې (مالیې) وزیر سکاټ بېسنټ وايي، د ۶۰ ورځني معافیت په بدل کې تهران ژمنه کړې چې د هرمز مهم تنګي به پرانیستی وساتي او د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې (ای اې اي اې) پلټونکو ته به بېرته دغه هېواد ته د ننوتلو اجازه ورکړي.

د دوشنبې په سهار په سویټزرلنډ کې د خبرو پر مهال خبریالانو له وینس وپوښتل چې اټومي پلټونکي به کله ایران ته بېرته ستانه شي.

هغه په ځواب کې وویل چې تمه لري دا بهیر به لږ تر لږه "همدې اوونۍ کې" پیل شي، خو زیاته یې کړه چې له پلټونکو سره خبرې "کېدای شي همدا نن" هم پيل شي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم پر ټولنیزو رسنیو یوه پیغام کې ولیکل چې ایران "به د درنو وسلو د پلټنو سره موافقه وکړي."

خو د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا سره په یوه مرکه کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وايي، تهران د اټومي پلټونکو په اړه "هیڅ نوي ژمنې نه دي کړي."

هغه ټینګار وکړ چې د ملګرو ملتونو له پلټونکو سره هر ډول تعامل به "د پارلمان او د ملي امنیت د عالي شورا لخوا ټاکل شویو شته کړنلارو" له مخې ترسره شي.

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې (ای اې اي اې) سملاسي په دې هکله څه تبصره نه ده کړې.

ایران تېر دوبي د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال هغه ځایونو ته د (ای اې اي اې) لاسرسی وځنډاوه چې د اسرائیلو او امریکا لخوا بمبار شوي وو.

پر بله میاشت د ملګرو ملتونو اټومي څار ادارې وویل چې خپل پاتې پلټونکي یې له دغه هېواده ایستلي دي.

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وايي، دوی هېڅ نوې ژمنه نه ده کړې.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وايي، دوی هېڅ نوې ژمنه نه ده کړې.

په ۲۰۱۵ کال کې، ایران او شپږو نړیوالو ځواکمنو هېوادونو، امریکا، چین، فرانسې، روسیې، جرمني او برېتانیا یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې (ای اې اي اې) ته اجازه ورکول کېده چې په ایران کې اټومي تاسیسات وپلټي.

خو د ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې‌( ۲۰۱۸ کال) هغه امریکا له دې تړونه وایسته او دا یې "بد تړون" وباله.

وینس د دوشنبې په ورځ وویل چې ایراني لوري له هغه وروسته چې ټرمپ په ټروت سوشل یوه پیغام کې خبرداری ورکړ، چې امریکا کولای شي "یو ځل بیا ایران ډېر سخت ووهي". ګواښ کړی و چې د یکشنبې په ورځ به له خبرو ووځي.

د امریکا مرستیال ولسمشر وویل، هغه ایراني مذاکره کوونکو ته ویلي وو چې ټرمپ یوازې د ایران د "سپکو خبرو" په ځواب کې داسې څرګندونې کړې دي.

د دوشنبې په ورځ، ټرمپ له سپینې ماڼۍ ایران ته نوی خبرداری ورکړ.

د امریکا ولسمشر وویل: "که ایران خپله ژمنه پوره نه کړي، یا ښه چلند ونه کړي، زه به هغه څه وکړم چې اړین وي."

ایراني رسنیو ویلي چې د ایران اصلي مذاکره کوونکي د دوشنبې په ورځ له خبرو ووتل.

د ایران دولتي رسنیو د سې شنبې په ورځ راپور ورکړی چې د دواړو لورو ترمنځ تخنیکي خبرې پای ته رسېدلې دي او ټاکل شوې چې د خبرو ډلې جوړې شي چې د اټومي مسایلو، بندیزونو او بیا رغونې په څېر برخې به پوښي.

د قطر او پاکستان د منځګړیتوب ګډې اعلامیې ویلي و چې "د اړیکو یو کانال" جوړ شوی دی، چې "د پېښو او ناسمو تفاهمونو مخه ونیول شي او د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو بېړیو خوندي تګ راتګ ډاډمن شي."

د دواړو لورو ترمنځ دغه راز هوکړه شوې چې د امریکا، ایران او لبنان ترمنځ د "شخړو کمولو یو مرکز" جوړ شي، چې د منځګړو هېوادونو په مرسته به په لبنان کې پوځي عملیات پای ته ورسوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي وايي، لومړنۍ "ریښتینی ازموینه" به لبنان وي.

په لبنان کې د اسرائیل او حزب‌الله ترمنځ جګړه د شنبې له شپې راهیسې کمه شوې او یو نازک اوربند تر اوسه ټینګ پاتې دی.