د هلمند کرېکټ لوبغالي بدیله ځمکه ورکول کېږي؟
د هلمند کرېکټ لوبغالي بدیله ځمکه ورکول کېږي؟
د خپرېدو وخت
د هلمند د کرېکټ نړېدونکي لوبغالي په تړاو تر اوسه د افغانستان کرېکټ بورډ څه نه دي ویلي، خو له نړېدو یې د کرېکټ نړیواله شورا خبره ده.
بي بي سي ته معلومه شوې چې "ای سي سي" په دې اړه اندېښنه ښودلې او ټاکل شوې چې ژر د طالبانو د حکومت له چارواکو سره پر دې خبرې وکړي چې ولې د هلمند کرېکټ لوبغالی نړوي.
دا نه ده معلومه چې ولې د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د دغه لوبغالي د نړولو او پکې د عیدګاه جومات جوړولو پرېکړه کړې.
خو پر خواله رسنیو دې پېښې پراخ غبرګونونه راپارولي او ډېرو ته یې د کرېکټ د راتلونکې په تړاو اندېښنې پیدا کړې دي.
یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي چې د لوبغالي بدیله ځمکه کرېکټ بورډ ته ورکول کېږي او د لوبغالي د جوړولو یوه برخه مالي مرسته هم د طالبانو حکومت ورسره کوي.



