له راشد خان او ابراهيم ځدراڼ پرته د هند پر وړاندې ټېسټ لوبې ته د افغان لوبغاړو نوملړ؛ څه ډول یې بولئ؟

ابراهيم ځدراڼ او راشد خان

د عکس سرچینه، GETTY/ACB

    • Author, ګوربت ننګيال
    • دنده, بي بي سي، لندن
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د افغانستان کرېکټ بورډ د سې شنبې په ورځ (۲۶ مې) د هند پر وړاندې يوې ټېسټ لوبې او دريو يو ورځنيو سياليو لپاره د لوبغاړو نومونه اعلان کړل.

د ټېسټ لوبې په لوبغاړو کې وتلی ورو توپ اچوونکی راشد خان او همدا راز تکړه توپ وهونکی ابراهیم ځدارڼ نشته. راشد خان اوسمهال د هند غوره لیګ کې لوبېږي او ويل کېږي ډاکترانو ورته د دمې سپارښتنه کړې ده. د راپورونو له مخې ابراهیم ځدراڼ هم د روغتیايي مسئلو له کبله د ټېسټ لوبې لپاره نه دی غوره شوی.

وړاندې راشد خان ويلي وو چې په کال به یوازې يوه ټېسټ لوبه کوي او ډاګترانو ورته سپارښتنه کړې چې که غواړي د افغانستان لپاره همداسې ولوبېږي نو د سره توپ يا ټېسټ لوبو دې تېر شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د دغو دواړو او ځينو نورو لوبغاړو د نه غوراوي په اړه څه نه دي ویلي.

خو راشد خان او ابراهيم ځدراڼ بيا د يو ورځنيو سياليو د لوبغاړو په نوملړ کې شته دي.

د افغانستان بل ورو توپ اچوونکی مجیب ځدراڼ چې په يو ورځينو کې ۱۰۱ او په ټېسټ لوبو کې يوه وېکټه لري هم د دواړو فارمټونو لپاره نه دی غوره شوی.

د الله محمد غضنفر نوم بيا یوازې د يو ورځينو لوبغاړو په نوملړ کې شته. نوموړی د هند غوره ليګ کې د ممبی انډينز لوبډلې لپاره لوبېده.

د افغانستان بل ورو توپ اچوونکی نور احمد لکڼوال بیا د دواړو فارمټونو لپاره نه دی غوره شوی، نوموړی په ای پي اېل کې د چنای سوپر کېنګز لوبډلې برخه و.

د افغانستان کرېکټ ګڼ مينه وال بيا د ځينو لوبغاړو پر غوراوي چې په تېرو ګڼو لوبو کې خاص نه دي ځلېدلي، نیوکې کوي او وايي د دوی پر ځای دې ځوانو لوبغاړو ته چې ښه وړتيا لري او د افغانستان راتلونکی بلل کېږي باید چانس ورکړل شوی وی.

ټاکل شوې د افغانستان او هند سيالۍ به د ای پی اېل د روانو لوبو له پايته رسېدو وروسته د جون پر شپږمه پيل شي.

د افغان لوبغاړو نوملړ:

ټېسټ سکواډ:

حشمت الله شهيدي (لوبډلمشر)، عبدالمالک، صديق الله اتل، رحمان الله ګوربز، رحمان الله ځدراڼ، افسر ځاځی، اکرام عليخېل، عظمت الله عمرزی، شرف الدين اشرف، ننګيال خروټی، قيس احمد، بلال سميع، ضيا شريفي او سليم ساپي غوره شوی دي.

د ټېسټ لوبې لپاره په احتياطي لوبغاړو کې بيا د بشير احمد، بهير شاه او عصمت عالم نومونه راغلي دي.

د يو ورځنيو سکواډ:

حشمت الله شهيدي (لوبډلمشر)، رحمان الله ګوربز، ابراهيم ځدراڼ، صديق الله اتل، درويش رسولي، رحمت شاه، اکرام عليخېل، محمد نبي، عظمت الله عمرزی، راشد خان، ننګيال خروټی، الله محمد غضنفر، ضيا الرحمان شريفي، فريد ملک او بلال سميع دي.

د يو ورځنيو لپاره په احتياطي لوبغاړو کې قيس احمد، سليم ساپی او بشير احمد غوره شوي.

د يادولو وړ ده چې هند مخکې د افغانستان پر وړاندې ټېسټ او يو ورځنيو سياليو ته پياوړې لوبډلې اعلان کړې دي.

د هند د لوبغاړو نوملړ

وېراټ کوهلي او روهېت شرما

د عکس سرچینه، Getty Images

د ټېسټ لوبې سکواډ:

د ټېسټ لوبې لپاره شوبمن ګېل (لوبډلمشر)، يشسوي جېسوال، کې اېل راهول (مرستيال لوبډلمشر)، سای سودرشن، رېشب پنت، دېودت پډېکال، دهرو جورېل، واشنګټن سوندر، محمد سراج، کولديپ يادو، نېتېش کومار رېډي، مانو سوتار، پرسېد کرېشنا، ګرنور برابر او هرش دوبې غوره شوي دي.

د هند د يو ورځنيو سياليو سکواډ:

د يو ورځنيو لپاره شوبمن ګېل (لوبډلمشر)، روهېت شرما، وېرات کوهلي، شرېاس اير، کې اېل راهول، ارشديپ سېنګ، ايشان کېشن، هاردېک پانډيا، نېتېش کومار رېډي، واشنګټن سوندر، کولديپ يادو، پرسېد کرشنا، پرېنس يادو، ګرنور بار او هرش دوبې ته ځای ورکړل شوی دی.

د لوبو مهالوېش

یوازینۍ ټېسټ لوبه د جون له شپږمې د جون تر لسمې نېټې په نیو چندیګړ کې

لومړۍ ټېسټ لوبه د جون پر ۱۳ مه نېټه په دهرمشالا کې

دويمه يو ورځنۍ لوبه د جون پر ۱۷ نېټه په لکنو کې

درېيمه يو ورځنۍ لوبه د جنوۍ پر ۲۰ مه په چنای کې