حافظ قاري برکت الله سلیم د ورپېښې ناروغۍ له کبله په کابل کې وفات شو

    • Author, نور سعید
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د افغانستان مشهور حافظ قاري برکت الله سلیم د ورپېښې ناروغۍ له کبله په کابل کې وفات شوی دی.

د طالبانو حکومت د حج او اوقافو وزارت ویاند فضل محمد حسیني له بي بي سي پښتو وېبپاڼې سره خبرو کې تائید کړه، چې قاري برکت الله سلیم د کابل په یوه روغتون کې وفات شوی دی.

نوموړی زیاتوي قاري برکت الله سلیم له یوې اوونۍ راهیسې د کابل په یوه خصوصي روغتون کې بستري و او نن (شنبه جنوري-۲۷) وفات شو.

ښاغلی حسیني وايي، د جنازې مراسم به سبا ترسره کېږي.

د معلوماتو له مخې قاري برکت الله سلیم د ننګرهار په هسکه مېنه (ده بالا) کې زېږېدلی و، په افغانستان او مصر کې یې د قرائت زدکړې کړې وې او نه یوازې د افغانستان بلکې د سیمې او نړۍ په کچه له خورا مشهورو حفاظ القران کسانو یو بلل کېده.

قاري برکت الله سلیم پنځلس کلن و، چې د قرآن کریم قرائت یې پیل کړ او پنځه کاله یې په مصر کې د شیخ محمود الحصری او ابوالعینین په څېر مشهورو استادانو سره د قرائت زدکړې وکړې.

نوموړي په کابل کې یوه دیني مدرسه درلوده، چې سلګونو زدکونکو پکې دیني زدکړې کړې.

قاري برکت الله سلیم چې د شيخ القراء په نامه هم یادیده، د حسن القرائت په ګڼ شمېر سیالیو کې لومړی مقام خپل کړی و.

قاري برکت الله سلیم په کابل پوهنتون کې د اسلامي ثقافت استاد په توګه هم دنده ترسره کړې او د افغانستان له ملي راډیو-تلویزیونه یې د قرآن کریم تجوید درس هم ورکاوه.

استاد سلیم د ادبیاتو په برخه کې هم فعال و او د (ناکامه مینه) په نامه یې یوه شعري ټولګه هم چاپ شوې ده. د دې تر څنګ یې د افغانستان په معتبرو ادبي جریدو کې هم بېلابېل اشعار چاپ شوي دي.

د حافظ قاري برکت الله سلیم پر مړینه د غمرازۍ پیغامونه

د حافظ قاري برکت الله سلیم د مړینې په مناسبت ګڼ د غمرازۍ پیغامونه خپاره شوي دي. په دې پیغامونو کې د نوموړي لپاره د مغفرت دعا تر څنګ د هغه له خپل-خپلوانو سره د خواخوږۍ څرګندونه شوې ده. د طالبانو حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ایکس پیغام ېک د حافظ قاري برکت الله سلیم مړینه د افغانستان لپاره یوه ستره ضایعه بللې.

مخکیني افغان ولسمشر حامد کرزي په یوه ایکس پیغام کې د قاري برکت الله سلیم پر مړینه د خواشینۍ څرګندونو تر څنګ د هېواد د بچیانو په روزنه کې د نوموړي خدمتونو یادونه کړې او ستاینه یې کړې ده. ښاغلی کرزی وايي: ''د کلام الله مجید تلاوت لپاره به د هغه په زړه پورې غږ تل زموږ په زړونو کې ژوندی پاتې وي.''

د مقاومت ملي جبهې مشر احمد مسعود هم په یوه ایکس پیغام کې د حافظ قاري برکت الله سلیم پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او د نوموړي کورنۍ ته یې تسلیت ویلی دی.

د ضیاالحق امرخېل، رحمت الله نبیل، عبدالکریم خرم او فضل هادي مسلم یار په ګډون یو شمېر نورو پخوانیو افغان چارواکو هم د حافظ قاري برکت الله پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او د هغه لپاره یې د مغفرت دعا کړې.