تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پر ډیورنډ کرښه تازه نښتې شوې، دواړه لوري د پېښې په اړه متضادې ادعاوې کوي
د پاکستان او افغانستان ترمنځ ډیورنډ کرښه د نښتو راپورونه ورکړل شوي او دواړه لوري د پېښې په اړه بېلابېل او متضادې ادعاوې کوي.
د راپورونو له مخې، د پکتیا ولایت ډنډ پټان ولسوالۍ او خیبر پښتونخوا د کورمې سیمې ترمنځ د افغان امنیتي ځواکونو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د څو ساعتونو لپاره جګړه روانه وه.
د طالبانو حکومت امنیتي سرچینو هم بيبيسي ته منلې چې پوځیانو او پوله ساتو ځواکونو یې له پاکستاني اړخ سره نښتې کړې دي.
سرچینو دغو نښتو کې پاکستاني ځواکونو ته د مرګژوبلې اړولو ادعا هم کړې ده.
بيبيسي ته لېږل شوې یوه ویډیو کې ښکاري چې د طالبانو حکومت ځواکونو پر کرښه د پاکستاني ځواکونو لوري ته راکټ او د درنو توپونو مرمۍ واروي.
د افغانستان دولتي خبري اژانس(باختر) د طالبانو حکومت د سرچینو له قوله د ۷ پاکستاني سرتېرو د وژل کېدو ادعا کړې ده، خو تر اوسه د دې ادعا خپلواک تائید نه دی شوی.
بل لور د پاکستان دولتي راډیو 'ریډیو پاکستان' د پاکستان امنیتي سرچینو په حواله ویلي چې د خیبر پښتونخوا د برې کورمې په سیمه کې افغان طالبانو ځواکونو لومړی بې له پارونې ډزې پیل کړې، او پاکستاني پوځ ورته ''سخت او اغېزناک'' ځواب ورکړ.
د ریډیو پاکستان د راپور له مخې، د پاکستاني پوځ په ځوابي عملیاتو کې د افغان طالبانو څو پوستې ویجاړې شوې او د طالبانو اړوند ځواکونه اړ شول چې خپلې مورچې پرېږدي او له سیمې شاتګ وکړي.
باختر خبري اژانس د ځايي خلکو له قوله ویلي چې سیمه کې حالت بېرته عادي شوی دی.
لا روښانه نه ده چې دا نوې نښتې د څه له امله شوي او چا لومړی برید کړی دی.
د تېر کال اکټوبر راهیسې چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ کړکېچ پراخ شوی پر ډیورنډ کرښه د دواړو لوریو ترمنځ وخت ناوخت درنې خونړۍ نښتې شوې دي.
پاکستاني رسنیو هم کرمه ایجنسۍ کې پر کرښه د بریدونو رپوټونه ورکړي او ویلي یې دي چې پاکستاني "پاکستان د "طالبانو" پر حکومتي ځواکونو ځوابي بریدونه کړې دي.