کندهار کې د ځمکنيو توتانو کرکيله ډېره شوې

افغانستان د ځمکنيو توتانو کرکيلي لپاره مناسبه هوا او اوبه لري. د دې هېواد په ځينو برخو په ځانګړې توګه کندهار کي د ځمکنيو توتانو یا توتۍ کرکیله وروستيو کي پراخه شوې ده. ځمکني توتان یا توتۍ په لويه کچه د ويټامين سي تر څنګ په خپل ترکيب کې نور ويټامينونه هم لري چې د انسان روغتيا لپاره ګټور بلل کېږي. په کندهار کې زموږ خبريال مامون دراني دغه عکسونه رالېږلي دي.